پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي

پاکستاني سرچینو اکسپرس ټریبون ته ویلي چې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان طالبان د پاکستان د امنیتي اندېښنو ځواب ورنه کړي، اسلام‌آباد به د هغوی ملاتړ ونه کړي.
پاکستاني رسنۍ: اسلام‌آباد نور د طالبانو ملاتړ نه کوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان ډیپلوماتیکو سرچینو اکسپرس ټریبون ورځپاڼې ته ویلي چې اسلام‌آباد تر هغه وخته پورې د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي چې د امنیتي اندېښنو په برخه کې وضاحت ورنه کړي.

ددې سرچینو په وینا، د طالبانو په وړاندې د پاکستان دا بدلون سنجول سوی پریکړه، او د امنیتی وضعیت د ارزونې په اساس ترسره سوی دي. اکسپرس ټریبون ورځپاڼې سه شنبې، ۲۲ د میزان، په راپور کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان سره د سرحدي نښتو لپاره «نوې قواعد» وضع کړي دي.

د دې نوې پالیسۍ له مخې، له افغانستان څخه به هر ډول تروریستي حمله د پاکستاني ځواکونو له لوري «فوري او قاطع غبرګون» سره مخ سي. همدارنګه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په رسمي بیان کې طالبانو ته سپارښتنه کړې چې مسؤلانه عمل وکړي، د تروریزم پر وړاندې خپلو ژمنو پابند پاتې سي او د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره مثبت رول ولوبوي.

په همدې حال کې، ددې بیان یو د پام وړ ټکي دا دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «د افغانستان موقتي حکومت» پر ځای، د «د افغانستان د طالبانو رژیم» اصطلاح کارولې؛ داسې بدلون چې د سیاسي څارونکو له نظره ښایي د دواړو لوریو تر منځ د اړیکو د سوړوالي نښه وي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو پټنځایونه مو د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط