د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، خواجه آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د سهشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د سما تلویزیوني شبکې سره وویل چې هند په هغو بریدونو کې رول لري چې له افغانستان څخه پر پاکستان ترسره کېږي. آصف وویل چې هېواد یې د هند د اردو د وروستیو څرګندونو پر اساس د موجودو ګواښونو پر وړاندې بېپروا پاتې کېدای نسي. آصف ټینګار وکړ چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره پناه ځای سوی او په پاکستان کې وروستي بریدونه د بهرني مداخلې، په ځانګړې توګه د هند لاس لرلو نښه ده.
هغه وویل چې ځینې سیمهییز هېوادونه، لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ایران او چین، له پاکستانه غوښتي چې د سرحدونو نفوذ مهار کړي او د سیمې امنیت خوندي کړي. د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکړ چې که دا وضعیت دوام ومومي، هېواد یې ښايي په دوو اړخو جګړو کې ښکېل سي. هغه زیاته کړه چې پر هند باور کول ناشوني دی؛ هند ښايي له فرصت څخه ګټه واخلي او د سرحد بلې خوا ته اقدام وکړي.
په همدې حال کې، د طالبانو او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی په زیاتېدو دی. تهران هم هڅه کوي چې د یوې سیمهییزې غونډې له لارې منځګړیتوب وکړي. عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې یې د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړیکې نیولې او هیله لري چې سیمهییزه غونډه د اړوندو هېوادونو په حضور سره جوړه سي.



