د معمار پرس د راپور له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په لویدیځه اسیا کې شخړې او په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم حملې د حالاتو د خرابیدو او د نه منلو وړ وبللې. نن (چهارشنبه) د نړۍ د کاتولیکانو مشر چې د ناروغۍ له بستره پاڅیدلی دی، په لبنان کې د صهیونیسټ رژیم مرګونې حملې د نه منلو وړ وبللې او نړیوالې ټولنې ته یې په ټینګار سره وویل: د دې شخړو د مخنیوي لپاره هرڅه وکړئ. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې هغه دا هم وویل چې دی په دې وروستیو ورځو کې له لبنان څخه د هغو بمباریو په اړه چې د ګڼو زیانونو او تلفاتو سبب شوی دی، ډېر خواشینی دی. د نړۍ د کاتولیکانو مشر دا هم وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ لوګزامبورګ او بلجیم ته خپل سفر پیل کړي.

- 42
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 10634
- September 26, 2024
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 10634
- September 26, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


د تورخم بندر د تړل کېدو منفي اغېزې د افغانستان پر اقتصاد
10 ساعتونه پیش


په جوزجان کې د ۲۸ میلیون ډالرو د برېښنا رسولو پروژه پیل سوه
11 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments