پاپ فرانسیس: په افغانستان کې توکمیز ډولونه د تبعیض لپاره یوه بهانه ګرځېدلې ده

پاپ فرانسیس: په افغانستان کې توکمیز ډولونه د تبعیض لپاره یوه بهانه ګرځېدلې ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس دا څرګندونې په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې له یوې ډلې سره په کتنه کې وکړې چی په افغانستان کې توکمیز ډولونه کله کله د تبعیض یوه بهانه ده. پاپ فرانسیس وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې له غمجنو پېښو سره مخ شوی دی او بې ثباتۍ، جګړې، داخلي شخړو او له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونې ډېری خلک کډوالۍ ته اړ کړي دي. د واتیکان خبري ویب پاڼې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې پاپ فرانسیس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو او په پاکستان کې د مېشتو پښتنو لږکیو د ناوړه وضعیت یادونه هم وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، دین باید د تاوتریخوالي او کرکې د وسیلې په توګه ونه کارول شي، بلکې د ولسونو ترمنځ د ورورګلوۍ د رامنځته کولو لپاره باید وکارول شي.

بیشتر بخوانید:  د ایران د ملي امنیت د کمیسیون غونډه د مهاجرینو د ستونزو د څیړلو او له کرکې سره د مبارزې په خاطر جوړه شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x