د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا پخواني ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د خپلو پلویانو په منځ کې له افغانستانه د امریکا د وتلو موضوع مطرح کړې او ویلي یې دي چی که هغه راتلونکې ټاکنې وګټي، د بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ په افغانستان کې د امریکا حضور له چین سره نږدېوالی وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان له چین سره د نږدېوالي له امله امریکا ته مهم دی. د ټرمپ په وینا د بګرام هوايي اډې له لاسه ورکول د امریکا لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. که څه هم طالبانو د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دوی چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځلې ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري.

- 55
- کې خپور شو 3:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 10520
- September 19, 2024
- کې خپور شو 3:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 10520
- September 19, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
15 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
15 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
16 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments