ټرمپ: که امریکا د غړیتوب فیس ور نه کړي، له ناټو به ووځي

ټرمپ: که امریکا د غړیتوب فیس ور نه کړي، له ناټو به ووځي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبرداری د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی دی چي که د ناټو غړي هیوادونه د خپل غړیتوب فیس په عادلانه توګه ادا نه کړي، امریکا به له دغه سیاسي-پوځي سازمان څخه ووځي. ټرمپ له NBC نیوز سره په مرکه کې وویل: “که د ناټو غړي هېوادونه خپل لګښتونه ورکړي او له موږ سره عادلانه چلند وکړي، موږ به په ناټو کې پاتې شو. که نه نو امریکا به دغه سازمان پریږدي.» د ټرمپ دا څرګندونې د ناټو د غړو هېوادونو د مالي مرستو پر زیاتولو د هغه ټینګار ښيي. تر دې مخکې هغه د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د امریکا لپاره د ناټو د غیر عادلانه مالي بار مسله مطرح کړې وه.

بیشتر بخوانید:  ایران د بهرنیو اتباعو د تنظیم لپاره د یو سیسټم د جوړولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه