د امریکا پخوانی ولسمشر او د دغه هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا يې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه چې د امريکا له خوا د ميلياردونو ډالرو په مرسته جوړه شوې وه، د چين له خوا “اشغال” وبلله. ټرمپ دغه ټکي د پنسلوانیا ایالت په یوه وینا کې د چین ولسمشر ته وویل: زموږ د څو ملیارد ډالرو بلډینګونو څخه خوند واخلئ چې کلونه دمخه جوړه شوي دي. نوموړي دغه راز یو ځل بیا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په مسله کې د بایډن پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: د جوبایډن او کاملا هاریس ادارې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پریښودل. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال بګرام د چین تر اشغال لاندې دی او دغه هوايي اډه له هغه ځای څخه یوازې یو ساعت لرې ده، چې چین اتومي وسلې جوړوي.

- 99
- کې خپور شو 1:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 10143
- August 19, 2024
- کې خپور شو 1:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 10143
- August 19, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

طالبانو د ترافیک پولیسو لپاره د نوو موټرو د وېش اعلان وکړ
13 ساعتونه پیش

امریکا د «غزې د سولې شورا» د غونډې کوربه دي.
13 ساعتونه پیش

په پروان کې د ښځو په شمول پر اته کسانو ، د شلاق حکم جاري سو
13 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments