ټرمپ: پوتین لیونی شوی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین د روسیې د وروستیو بریدونو په ځواب کې ولادیمیر پوتین “لیونی” بللی او خبرداری یې ورکړی چې د ټول اوکراین د نیولو لپاره د هغه هڅه د روسیې د سقوط لامل کیدای شي.
ترامپ: پوتین دیوانه شده است

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د اوکراین په اړه د وروستیو پراخو بریدونو په غبرګون کې سختې څرګندونې کړې دي چې لږترلږه ۱۳ کسان یې وژل شوی دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې متحده ایالات د مسکو او کی‌یف ترمنځ د اوربند او د دواړو خواوو ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلې هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ تاوتریخوالی د اوکراین پر زیربناوو د مسکو د وروستیو بریدونو وروسته زیات شوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه