د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، نن سهار دوشنبه، د قوس ۱۰مه تازه ویلي چې په امریکا کې د پناه غوښتنې بهیر د څو هېوادونو، په شمول د افغانستان د اتباعو لپاره، د «اوږدې مودې» لپاره بندېږي. ټرمپ د «ایر فورس ون» الوتکې په پرواز کې له خبریالانو سره په خبرو کې او د امریکا ملي ګارد پر ځواکونو د وروستي برید په تړاو ویلي: «موږ دغه کسان نه غواړو.» هغه زیاته کړې: «پوهيږئ ولې یې نه غواړو؟ ځکه ډېری یې ښه خلک نه دي او باید زموږ په هېواد کې نه وای.»
نوموړي د «برعکس مهاجرت» په نوم د تګلارې په یادولو هم ویلي: «هو، دوی هغه کسان دي چې باید سږکال زموږ په هېواد کې نه وای.» هغه زیاته کړې: «د مختلفو هېوادونو خلک چې زموږ ملګري نه دي، او هېوادونه یې ګډوډ او بېثباته دي هغوی یوازې ګرځي او یو بل وژني. بیا زموږ هېواد ته راځي او موږ ته وايي چې خپل هېواد څنګه اداره کړو. موږ دا نه غواړو… زموږ په هېواد کې ډېر کسان سته چې باید دلته نه وای.» دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې جوزف اېډلو، د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو رئیس، د قوس په اوومه وویل چې دغه ادارې د ټولو پناه غوښتنې دوسیو پرېکړې درولې دي. پداسې حال کې چې زرګونه افغان پناهکوونکي په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د څېړلو په تمه دي، د پناه غوښتنې دا پراخ تعلیق کولی سي د هغوی پر وضعیت ژورې اغېزې ولري.



