د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، دونالډ ټرمپ، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، د ویرجینیا په ایالت کې د سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې د افغانستان جګړې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې امریکا کولای سوای په اسانۍ سره دا جګړه وګټي. هغه زیاته کړه: «موږ د قاطع بریا وړتیا لرله، خو یوه سیاسي پرېکړه لامل سوه چې پوځي عملیات په کمه چټکتیا سره پر مخ ولاړ سي.» دغه څرګندونې هغه مهال وسوې چې ټرمپ د پخوانیو پالیسیو نیوکه کوله او ویل یې چې د واشنګټن ځینې سیاسي پرېکړو د افغانستان پوځي فرصتونه له منځه یووړل. ټرمپ په خپله وینا کې د بگرام هوايي اډې اهمیت ته هم اشاره وکړه او د هغې بېرته ترلاسه کول یې له ستراتیژیک پلوه حیاتي وبلل. هغه خبرداری ورکړ چې که دا اډه د امریکا تر کنټرول لاندې رانسي، د افغانستان او سیمې د راتلونکي لپاره به جدي او درنې پایلې ولري. د ټرمپ وینا د ویرجینیا په نورفولک سمندري اډه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د ۲۵۰ کلنۍ د لمانځنې یوه برخه وه، چې د حکومت د تړل کېدو له شتون سره سره ترسره سوه. ټرمپ له دې غونډې څخه د خپلو لاسته راوړنو د ستاینې او د خپلو سیاسي مخالفانو د نیوکې لپاره ګټه واخیسته.
- د امریکا شل کلن پوځي حضور په افغانستان کې
دونالډ ټرمپ، د امریکا د سمندري ځواکونو د بنسټایښودنې د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې څرګنده کړه چې متحده ایالاتو د افغانستان د جګړې د ګټلو توان درلود، خو سیاسي پرېکړو ستراتیژیک فرصتونه له منځه یووړل.

- 75
- کې خپور شو 5:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 152079
- October 7, 2025
- کې خپور شو 5:17 ب.ظ
- د خبر شمیره 152079
- October 7, 2025
- آخرین بروزرسانی 17:18 - October 7, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=152079
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، عقرب ۱۷
8 minutes پیش

«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی
15:42 - November 6, 2025

سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول
15:35 - November 6, 2025

د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي
13:26 - November 6, 2025