ټرمپ: له افغانستان څخه وتل د شرم‌وړ وو

ډونالډ ټرمپ، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، بیا هم د جوبایدن، د امریکا پخواني ولسمشر، د امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو په مدیریت نیوکه کړی او دا کړنه یی د شرم وړ ګنلي ده .
ټرمپ: له افغانستان څخه وتل د شرم‌وړ وو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، بیا هم د جوبایدن، د امریکا پخواني ولسمشر، په مدیریت د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په چارو سخته نیوکه کړی او دا کړنه یې « د شرم وړ » ګڼلي ده. هغه ټینګار کړی چې په خپله دوره کې به يي هېڅکله پوځي وسلې او تجهیزات پرېښودل سوي نه وای.

ټرمپ تېره شپه په شمالي کارولینا ایالت کې په یوه وینا کې د بایدن پر دوره کې د امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی په سختۍ غندلې او ویې ویل چې دغه کړنه « د شرم وړ » وه او د نوموړی په دولت کې به هېڅکله داسې کمزوري نه رامنځته کېده.

نوموړي وویل چې د هغه حکومت به له «عزت او ځواک» سره له افغانستان څخه وته او له هېڅ چا څخه به نه تښتېده.

ټرمپ د پرېښودل سویو پوځي الوتکو په اړه وویل چې دغه الوتکې یوازې د لږو تېلو په رسولو سره پرواز کولای سو او له تجهیزاتو پرته د افغانستان د پرېښودو مخنیوی به سوي وای .

د امریکا جمهور رئیس د خپلې لومړنۍ دورې په مهال د پوځ د بیا رغونې یادونه وکړه او هغه یې د نړۍ «تر ټولو ځواکمن پوځ» وباله.

د امریکا ځواکونه له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په جریان کې، د نږدې ۲۰ کلنې جګړې وروسته، ووتل، او د دوی وروستۍ مدیریت د جوبایدن په غاړه و.

ټرمپ بیا د بایدن د مدیریت د کمزورتیا په اړه ټینګار وکړ، د افغانستان څخه وتل یې « د شرم وړ » وګڼل او دا یې د دموکرات ګوند د حکومت یوه کمزورتیا وګڼله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x