د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سختې نیوکې وکړې او هغه یې “بې کفایته” وباله. ټرمپ وویل: “زیلینسکي په بشپړه توګه بې کفایته ولسمشر دی او احمقانه خبرې کوي. د هغه مشرتابه د جګړې د دوام لامل شوې ده.” ټرمپ دا جګړه “بې ګټې” وبلله او زیاته یې کړه: “که روسیې غوښتلای، نو کولای یې شول چې کییف په بشپړه توګه ویجاړ کړي، خو دا کار ونه کړه.” ټرمپ د جګړې له امله رامنځته شوي پراخ زیان ته په اشارې سره د اوکراین د ځینو ښارونو وضعیت د غزې سره پرتله کړ او ویې ویل: “په دې سیمو کې یوه لا هم روغه ودانۍ نه ده پاتې شوی.”

- 70
- کې خپور شو 2:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 121068
- February 19, 2025
- کې خپور شو 2:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 121068
- February 19, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان
14 ساعتونه پیش

د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول
14 ساعتونه پیش