د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ملي امنیت شورا د مرستیال دیمیتري میدویدیف د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د روسیې خاورې ته نږدې په “مناسب ځایونو” کې د دوو اټومي اوبتلونو د ځای پرځای کولو امر کړی دی.
دا وروسته له هغه راځي چې میدویدیف د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ټرمپ باید هیر نکړي چې د روسیې فډرېشن لاهم د بیړني حالت په صورت کې د شوروي دورې اټومي وړتیاوې لري.