د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د ملي ګارډ پر دوو غړیو د وروستیو ډزو په غبرګون کې یو ځل بیا د جو بایډن د حکومت د کډوالۍ تګلاره په سختو ټکو وغندله. ټرمپ په خپل بیان کې وویل: «بریدکوونکی له افغانستانه، چې د ځمکې پر مخ جهنم دی، د بایډن د حکومت په بدنامه پروازونو کې امریکا ته راوستل سوی.»
هغه زیاته کړه چې دغه کس د «متحدانو د هرکلي عملیاتو» له لارې امریکا ته داخل سوی او دا برید د بایډن د «بېفکره او ناورینزیږو» کډوالۍ پالیسیو مستقیمه پایله ده. دا څرګندونې وروسته له دې سوي چې د امریکا چارواکو تایید کړه چې د ډزو عامل یو افغان پناهغوښتونکی رحمانالله لکڼوال دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته لېږدول سوی وو. هغه د برید وروسته نیول سوی او د ترهګریزې هڅې د احتمال په اړه څېړنې روانې دي. دې پېښې یو ځل بیا په امریکا کې د امنیت، کډوالۍ او د افغان پناهغوښتونکو په اړه تاوده بحثونه راپارولي دي.



