ټرمپ: د درېیمې نړۍ هېوادونو مهاجرت مې بند کړی دی

ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، په خپلو تازه څرګندونو کې یو شمیر هېوادونه لکه افغانستان، هایتي او سومالیا د «دوزخ» په توګه یاد کړي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د «درییمې نړۍ» هېوادونو مهاجرت یې بند کړی دی.
ټرمپ: د درېیمې نړۍ هېوادونو مهاجرت مې بند کړی دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر، په تازه خبرو کې یو ځل بیا په جنجالي ادبیاتو وویل چې د هغه د مهاجرت سیاست امریکا ته د ځینو هېوادونو د ننوتلو مخنیوي پر بنسټ دی.

ټرمپ د خپلو ملاتړو په غونډه کې وویل چې د هغه په نظر، د افغانستان، هایتي او سومالیا په شمول د «درییمې نړۍ» هېوادونو مهاجرت په دایمي ډول بند سوی دی. هغه دغه هېوادونه د «دوزخونو» په توګه تشریح کړل چې نه غواړي له هغوی مهاجر ومني. هغه زیاته کړه: «ما هېڅ ونه ویل، ټول تاسو وویل.»

ټرمپ دغه څرګندونې په پنسیلوانیا کې د یوې غونډې پر مهال وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د مهاجرت ټولې غوښتنې، په ځانګړي ډول د گرین کارټ او د امریکا تابعیت غوښتنې، د افغان مهاجرینو او ۱۸ نورو هېوادونو لپاره بندې سوي دي.

ټرمپ همدارنګه د پخواني ولسمشر جو بایدن د مهاجرتي سیاستونو په اړه سخته نیوکه وکړه او وویل چې د ډیموکرات سناتورانو سره په یوې لیدنه کې یې د هغو هېوادونو مهاجرتي شرایط وغندل چې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو له امله خراب وضعیت لري، او غوښتنه یې وکړه چې مهاجر له نورو هېوادونو لکه ناروې او سویډن جذب سي.

ټرمپ وویل، امریکا تل د هغو هېوادونو، لکه سومالیا، مهاجر منلي، هیوادونه چې هغه یې «ویران، ناڅاپي، خراب او د جرمونو ډک» بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بشري حقونو څار او یو شمېر نورو مدافعینو د ټرمپ د مهاجرت سیاستونه د نژادي تعصب پر بنسټ او د څرګندې نژادپرستي په توګه یاد کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x