د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ لین جیان، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه یې کړې وې، ټینګار وکړ چې پکن په سیمه کې د کړکېچ له زیاتېدو څخه ملاتړ نه کوي.
جیان د افغانستان وروستیو پېښو ته په اشارې وویل: «د دې هېواد راتلونکی باید د دې خلکو لهخوا وټاکل سي او چین د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.»
هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه چې ټول لوري دې د سیمې د ثبات د پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
دا دریځ وروسته له هغه څرګند سو چې ټرمپ اعلان وکړ د امریکا متحده ایالات هڅه کوي د بګرام هوايي اډه له طالبانو بېرته ونیسي. د ده په وینا، دغه اډه یوازې د هغې سیمې څخه یو ساعت واټن لري چې چین پکې اټومي وسلې تولیدوي.
په داسې حال کې چې طالبانو تراوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې ادارې رئیس، ذاکر جلالي، په ایکس پلاټفورم کې څرګنده کړې: «ټرمپ یو بریالی سوداګر دی او ښايي هڅه وکړي چې د بګرام هوايي اډه د خبرو اترو او معاملې له لارې تر لاسه کړي.»
هغه زیاته کړه: «طالبان او امریکا د تعامل اړتیا لري او باید پرته له دې چې امریکایي پوځیان افغانستان ته بېرته راستانه سي، د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې سي.»
ټرمپ مخکې هم ادعا کړې وه چې چین په بګرام هوايي اډه کې پوځي حضور لري، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې وه او ټینګار یې کړی و چې هېڅ بهرنی ځواک، په شمول د چین، په دې اډه کې نه دی مېشت.