ټرمپ د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې

ترامپ تمام کمک‌های خارجی امریکا را به مدت ۹۰ روز تعلیق کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي اجرایوي حکم کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي پروګرام لاندې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې. د دې پریکړې موخه د امریکا د نویو بهرنیو پالیسیو سره د پروګرامونو د مطابقت ارزونه ده. دا اجرایوي حکم، چې د ټرمپ د واک له اخیستو لږ وروسته خپور شو، د مدیریت او بودیجې دفتر ته لارښوونه کوي چې په بهرنیو مرستو لنډمهاله بندیز ولګوي. په دې اجرائیوي حکم کې هغه ماده هم شامله ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکوي چې ځینې پراختیایي پروګرامونه له تعلیق څخه لرې کړي.

بیشتر بخوانید:  د امیر خان متقي سره په کابل کې د ایران د سفارت مشر لیدنه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه