ټرمپ به په می میاشت کې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي

ترامپ: اختلافات هند و پاکستان به زودی حل می‌شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روان کال د می له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې پورې درې هېوادونو: سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د سې شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۲مه، په یوه مطبوعاتي غونډه کې دا خبر تایید کړ.

هغه وویل چې دا سفر د ټرمپ د دوهمې دورې لپاره د هغه د ډیپلوماټیکو پلانونو یوه برخه ده.

دا د ولسمشر په توګه د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې د ټرمپ دوهم بهرنی سفر دی.

ټرمپ دا هم اعلان وکړ چې هغه به د دې اونۍ په پای کې په ایټالیا کې د پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.

بیشتر بخوانید:  نی د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: په افغانستان کې نږدې نیمايي رسنیو خپل فعالیتونه پای ته رسولي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه