ټرمپ اوکراین ته د امریکا د وسلو د لیږد سمدستي بندولو امر وکړ

فزمان ترامپ برای توقف فوری ارسال تسلیحات آمریکا به اوکراین

د معمار پرس د خبر له مخې؛ بلومبرګ د امریکا د دفاع وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې ودرول شوې او تر هغه به دوام وکړي تر څو چې ټرمپ پریکړه وکړي چې اوکرایني مشران د سولې په لټه کې دي.

د راپور له مخې، د امریکا ټول پوځي تجهیزات چې اوکراین ته روان وو، په شمول د هغو وسلو چې په ټرانزیټ سیمو لکه پولنډ کې وې، به ودرول شي.

ټرمپ دا امر خپل د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ ته کړي دي.

دا پریکړه په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د یوې سختې غونډې څخه یوازې څو ورځې وروسته نیول شوی دی

بیشتر بخوانید:  برتانوي چارواکي: موږ د کابل تر سقوط پورې د دوحې د تړون له جزیاتو خبر نه وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه