ولادیمیر پوتین: د افغانستان له اوسني حکومت سره باید اړیکې جوړې کړو

ولادیمیر پوتین: د افغانستان له اوسني حکومت سره باید اړیکې جوړې کړو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: د روسیې فډریشن د طالبانو د مسئلې په اړه د خپل هر شریک دریځ په پام کې نیسي، ترڅو خپل دریځ د خپلو شریکانو او نورو هیوادونو له نظر سره تنظیم کړي. ولسمشر ولاديمير پوتين دغه څرګندونې نن د جوزا په ٨مه، له ازبکستان څخه تر خپل سفر وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ستونزې شته او هرڅوک پرې خبر دي. خو په دې هېواد کې د طالبانو له اوسني «حکومت» سره د اړيکو ټينګولو ته اړتيا ده. پوتین وویل، سرپرست حکومت هغه څوک دی چې د هېواد او افغانستان پولې کنټرولوي او نن د افغانستان واکمنان دي.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو ملاتړ دوام لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x