هېواد ته له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه شول

هېواد ته له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د څرکګندونو له مخې د دوشنبې پر ورځ هم د سپین بولدک له لارې ۲۱۱ افغان کډوال  هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک د مهاجرینو د ریاست د څرګندونو له مخې، د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو څخه د ۵۵ کسانو په ګډون ۲۴ کورنۍ، چې ۲۴ یې ماشومان دي هم راخوشې او هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت دوه ورځې وړاندې هم ویلي وه، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۲۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ډاګه کړې وه، چې د یو شمېر افغان کډوالو د راستنېدو اصلي لاملونه د ژوند د لګښتونو ډېروالی او د کاري فرصتونو نشتوالی دی.

په همدې حال کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ اوس هم څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال په ایران او پاکستان کې میشت دي.

بیشتر بخوانید:  د برتانیې د دفاع وزیر استعفا وړکوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x