هند په ډیلي کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو استازی مني

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند حکومت په پام کې لري چې په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مشرۍ لپاره د طالبانو یو استازی ومني، خو دا کس به رسمي ډیپلوماتیک لقب ترلاسه نه کړي. په دې توګه، په ډیلي کې د افغانستان سفارت به د افغانستان اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیک ماموریت په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مسري په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره وکتل.

بیشتر بخوانید:  مایک پامپیو: اشرف غني د نړۍ تر ټولو بد مشر او بشپړ درغلي وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه