د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو په دوام کې، یمپ هاریش، د هند دایمي استازی په ملګرو ملتونو کې، د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان وروستي هوایي بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په وژل کېدو پای ته رسېدلي دي، په کلکه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه وبلله.
د چهارشنبې په ماښام، ۱۹مه د قوس، هاریش په ځانګړې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل: «د یوه ضعیف او په بیا رغونه بوخت سوې هېواد په وړاندې داسې ښکاره جګړهییز اقدامات، نه یوازې د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره ګواښ دی، بلکې د نړیوالو حقوقو بنسټیز اصول هم په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي.»
هغه زیاته کړه چې هند تل د افغانستان د سولې او ثبات جدي ملاتړی پاتې سوی او په سیمهییزو مسایلو کې پراخه همکارۍ کړې دي؛ او دا چې د سولې او ثبات د هڅولو لپاره د هند ونډه به دوام وکړي.
هاریش ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي.
په مقابل کې، د پاکستان استازي په دې غونډه کې افغانستان د ترهګرو ډلو خوندي پناهځای وبللو او د خپل هېواد وروستي پوځي اقدامات یې د دغو ډلو د ګواښونو په غبرګون کې وبلل.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول په کابل کې، پراخ داخلي او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د سرحدي کړکېچونو د زیاتېدو او د افغانستان پر انساني او امنیتي وضعیت اغېزو په اړه اندېښنې یې لا پیاوړې کړې دي.



