د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، رندهیر جیسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نوی ډيلي د دې ارزونه کوي چې څنګه کولای سي په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه لا پیاوړي کړي او د کارکوونکو شمېر زیات کړي. نوموړي د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیز تماسونه او پرمختیايي همکارۍ په وروستیو میاشتو کې زیاتې سوي دي.
جیسوال په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ دا ارزونه کوو چې څنګه د هند د سفارت حضور پراخ او فعالیتونه یې اغېزمن کړو. جزئیات به وروسته له پرېکړې اعلان سي.» هغه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په اوس وخت کې زموږ تمرکز د اړیکو او پرمختیايي همکارۍ پر ارزونه دی.»
د ده په وینا، له هغه وروسته چې امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، هند ته سفر وکړ، د دواړو لورو ترمنځ څو اقتصادي او پرمختیايي تعاملات ترسره سوي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ هم ټیلیفوني اړیکې نیول سوي دي.
په همدې کنفرانس کې د بیزنس انډیا یو خبریال وپوښتل چې ایا طالبان غواړي خپل دیپلومات د سفیر په کچه هند ته واستوي او که نه، او ایا د افغانستان رسمي بیرغ به په سفارت کې بدل سي؟ خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دې پوښتنې څخه ځان وساته او یوازې یې وویل چې د هند مأموریت اوس د سفارت په کچه فعالیت کوي.
د هند او طالبانو د اړیکو دا پراختیا په داسې حال کې روانه ده چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې وروسته، شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، طالبان تورن کړل چې «د هند په لارښوونه» د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه کوي. نوی ډيلي تر اوسه دې ادعا ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




