د معمار پرس د خبر له مخې؛ هندي رسنیو اعلان وکړ چې دغه هېواد د څلورو کلونو ځنډ وروسته افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو پروسه بیا پیل کړې ده.
د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اقدام به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په وروستۍ اونۍ کې پیل شي او مختلفو ډلو ته به اجازه ورکړي چې سوداګر، زده کونکي، ناروغان، هنرمندان، ورزشکاران او د ملګرو ملتونو ډیپلوماتان په کې شامل وي چې آنلاین ویزې ترلاسه کړي.
دا پریکړه د هند هغه هڅې منعکسوي چې غواړي په افغانستان کې د وروستیو سیاسي پرمختګونو وروسته له افغانستان سره اړیکې بیا رغوي او پیاوړې کړي.