هند ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره

نورالدین عزيزي، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ټاکل سوې ده چې د یو پلاوي په مشرۍ د هند نړيوال سوداګريز نندارتون کې د ګډون لپاره نوي ډهلي ته سفر وکړي.
هند ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر په نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سرچینو ويلي چې نورالدین عزيزي، د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزیر به د چهارشنبې په ورځ، د عقرب ۲۸مه، د پنځو ورځنۍ سفر لپاره د هند پلازمېنې نوي ډهلي ته روان سي. د هندي رسنيو د راپور له مخې، د دې سفر اساسي موخه د هند نړيوال سوداګريز نندارتون کې ګډون بلل سوی دی. ټاکل سوې چې عزيزي د سفر پر مهال له پیوش ګویال، د هند د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره هم وویني او خبرې اترې ورسره وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او هند سوداګریزې اړیکې په وروستيو کلونو کې، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، له ننګونو سره مخ سوې دي. سره له دې، هند لا هم د افغانستان د صادراتو په مهمو بازارونو کې شمېرل کېږي، او د طالبانو د پلاوي شتون په دغه نندارتون کې کولای سي د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا لپاره نوې هڅې رامنځته کړي. تر اوسه د دوه اړخیزو ناستو د اجنډا په اړه نور جزئيات نه دي خپاره سوي، خو اټکل کېږي چې د صادراتو، وارداتو او سيمه‌ييزو همکاریو موضوعات به د خبرو اترو په سر کې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x