د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په تېر مالي کال کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۸۹۰ ملیون ډالرو ته رسېدلی دی.
له دې پیسو څخه، ۶۲۷ ملیون ډالر د افغانستان صادراتو ته او ۲۶۳ ملیون ډالر له هند څخه وارداتو ته ځانګړي شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سې شنبې په ورځ (د ثور ۹مه) د معمار خبریال سره په یوه مرکه کې وویل چې دا احصایې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا په ګوته کوي.
هغه زیاته کړه: “زموږ صادراتي محصولات چې هندي بازارونو ته صادریږي په عمده توګه وچې میوې، زعفران، طبي بوټي او نور کرنیز محصولات دي، چې د هغه هیواد د خلکو لخوا په پراخه کچه هرکلی شوي دي.”
برعکس، افغانستان له هند څخه مواد واردوي چې پکې بوره، صنعتي خام مواد، پنبه، د موټرو پرزې، صنعتي ماشینونه او مختلف ډولونه جامې شاملې دي.