هره ساه له دې باغ څخه راځي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105842
۱۲ میاشتی مخکی
شماره خبر 105842
منتشر شده در 2:11 ب.ظ

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له څه باندې درې کلونو راهیسې پر رسنیو د محدودیتونو او فشارونو سره سره، د هېواد رسنۍ په دې وروستیو کې له نویو محدودیتونو سره مخ شوې دي. د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د لګولو لړۍ پیل کړې چې د دغې ډلې په قانون کې شامل دی او ویل کېږي چې دا پرېکړه به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلي شي. د طالبانو د دغې پرېکړې له مخې، له دې وروسته به رسنۍ حق نه لري چې د دغې ډلې چارواکو او مراسم تر پوښښ لاندې راولي او دوی یوازې د ژوندیو موجوداتو غږیز مطالب خپرولی شي. په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دغه قانون عملي شوې او ځینو سیمه ییزو چارواکو او طالب چارواکو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی خبري کنفرانسونه تر پوښښ لاندې راوړل شي. تېره ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په خوست ولایت کې د دې ډلې د یوه لوړ پوړي چارواکي په توګه رسنیو ته اجازه ورنکړه چې د شیخ زاید د مدرسې د استادانو او محصلینو په حضور کې د هغه د وینا عکسونه او ویډیوګانې واخلي. طالب رسنیو په دغه پوهنتون کې د ښاغلي ندیم د خبرو په اړه د هغه له تصویر پرته خبرونه خپاره کړي دي. په دې لړ کې تېره اوونۍ په تخار ولایت کې د افغانستان د ملي ټلویزیون د څانګې د تړل کېدو خبرونه هم خپاره شول. د نوي قانون له مخې رسنۍ باید د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي او همدارنګه د پیښو په پوښښ کې هیڅ ډول ملنډې او سپکاوی مه کوي چې د اسلامي احکامو سره مخالف وي. په دې قانون کې اوس هم اتباعو ته لارښوونه شوې چې په تلیفونونو او نورو وسایلو کې د ژوندیو موجوداتو عکسونه نه اخلي او نه یې ګوري. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د ۱۷مې مادې له مخې د دې ډلې محتسب ته اجازه ورکړل شوې چې د هغو موادو د خپرېدو مخه ونیسي چې په کې د روح لرونکي موجودات عکسونه کارول شوي وي. طالبان دغه لارښونه د اسلامي شريعت مطابق ګڼي او په همدې دليل يې پر پلي کېدو ټينګار کوي. طالبان په داسې حال کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو ممانعت د شریعت خلاف ګڼي، چی په هیڅ اسلامي هیواد کې دا ډول قانون نشته او د اسلامي نړۍ مشهورو مرکزونو په اوسني عصر کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او فلم اخیستلو د منع فرمان نه دی صادر کړی. داسې برېښي چې په افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د فلمونو پر جوړولو بندیز په لومړي ګام کې د تصویري رسنیو د محدودیت دی او په دویم ګام کې د افغانستان په ګڼه ګوڼه ټولنه کې د چوپتیا د رامنځته کولو هڅه ده. تمه کیږي چې د هیواد اوسني واکمنان به دا واقعیت په پام کې ونیسي چی افغانستان له نورو ملتونو جلا نه دی او د تصویري رسنیو د له منځه وړلو هڅې به یو بل شاته ګام وي چې افغانستان او خلک به یې له نړیوالې ټولنې سره په تعامل کې لا زیات زیانمن کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
food
د خوړو نړېواله ورځ؛ د هېر سوي هېواد د لوږې چیغه
افغانستان نن د سرچینو له کموالي نه، بلکې د وجدان د نشتوالي له امله ځوریږي. دا هغه خاوره ده چې د پښو لاندې یې طلا او اوبه سته، خو د خلکو په خیټو کې ډوډۍ نسته. له فاسدو جمهوریتونو نیولې تر بې‌تدبیره امارته، ټول د عدالت او مسئولیت په ازموینه کې ناکام سول.
image-1-780x470
د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
image-1-780x470
د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
8a240c6d4d9382fbf3ebf694583372cb59443797-4096x2732-1
افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سه‌شنبې په ورځ، د میزان په ۲۲مه، د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې په کویټ ښار کې له پاکستان سره لوبه وکړي.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ
۹ ساعتونه مخکی
مهاجر فراهی: طالبان به په دوحه کې د پاکستان پر پوځ بریالي سي
۱۰ ساعتونه مخکی
د طالبانو او پاکستان خبرې اترې په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېدې
۱۰ ساعتونه مخکی
پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست
۱ ورځ مخکی
د “ملي یووالي” ستاینه د پاکستان پر وړاندې؛ خالد زدران: د خلکو یووالی د تمې هاخوا وو
۱ ورځ مخکی
نور ولي محسود: ژوندی یم او د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه اخلم
۱ ورځ مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د 1404 کال د میزان26)
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د میزان 26
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
گزارش و مصاحبه
د ښځو غږ باید واورېدل سي، حتی که نوم یې پاتې نه سي!
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زده‌کړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
۶ ورځې مخکی
3:59 ب.ظ
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۱ اونۍ مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۳ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۳ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۴ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ