د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې آرزو هتاکوی په هرات کې د سړې څپې د را رسېدو له امله د مرستې ګرځنده ټیمونو د تشکیل خبر ورکړ او ويې ویل، چې ګرځنده ټیمونه به له زیانمنو کسانو سره پر خپل وخت مرسته کوي.
نوموړې د دې ترڅنګ د هېواد په غرب کې خپل یو میاشتنی کاري راپور هم د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره شریک کړ.
ورته مهال شیر احمد عمار هتاکوی ته تر ښه راغلاست وروسته د یوناما د فعالیتونو ستاینه وکړه او دغه ولایت کې یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.