هرات کې د الفاروق قول اردو پر کاروان برید شوی؛ دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

هرات کې د الفاروق قول اردو پر کاروان برید شوی؛ دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

ځایي سرچینې وایي چې نن سهار، دوشنبه د چنګاښ دیارلسمه په هرات ښار کې د طالبانو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د سرتېرو پر موټر وسله‌وال برید شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

هرات کې د طالبانو یوه وياند «محمدشاه رسول» منلې چې دا پېښه هغه مهال شوې چې وسله‌والو کسانو د ٢٠٧ الفارق قول اردو د کارکوونکو پر موټر بريد وکړ.

د ښاغلي رسول په وینا چې په دې وسله‌وال بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى.

د هغه په وینا چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یوه کس خپله پښه له لاسه ورکړې ده.

خو عيني شاهدان بیا رسنیو ته ویلي چې په دغه بريد کې دوه طالب ځواکونه وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون تر ٢٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

ویل کېږي چې ټپيان د هرات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

تر دې مخکې د بلخ ولایت په مرکز کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو پر کاروان د ماین چاودنه شوې وه، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي وو.

د هغه برید مسوولیت د «افغانستان د خپلواکۍ تحریک» په نامه یوې ډلې منلی او ادعا یې کړه وه چې په برید کې لږ تر لږه ۱۰ طالب ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي وو.

بیشتر بخوانید:  طالبان: په افغانستان کې د غنمو کښت تر دوو میلیونو هکتارو زیات شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x