د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ هانا نیومن، د اروپايي پارلمان غړې، ویلي دي چې «د طالبانو د محکمو د جرمونو اصولنامه» د ښځو غلامۍ ته د اوښتو زمینه برابروي او باید د جنسیتي جلاوالي د یوې بېلګې په توګه په رسمیت وپېژندل سي.
نیومن د چهارشنبې په ورځ (۶ حوت) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د ښځو خبرې کول، له کوره د هغوی وتل او د انجونو زده کړه د طالبانو له خوا د «جرم» په توګه تعریف سوي دي.
د هغه په وینا، د دغو کارونو په وړاندې سزاوې لکه دُرې وهل او بند ټاکل سوي دي.
دې د اروپايي پارلمان غړې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «جنسیتي جلاوالي » وباله او ټینګار یې وکړ چې د اروپا اتحادیه باید دا وضعیت په رسمیت وپېژني او د مشخصو بندیزونو له لارې هغه څه ته چې دې «د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه» بللي، ځواب ووایي.
هغې همدارنګه غوښتنه کړې چې جنسیتي جلاوالي د «بشریت پر ضد جرم» په توګه قانوني وپېژندل سي او زیاته یې کړه:«چوپتیا د بې طرفۍ مانا نه لري، بلکې د همکارۍ مانا لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو په خپلو تازه مقررو کې په یوه کې د خاوندانو له خوا د ښځو وهل ټکول په ټاکلي چوکاټ کې روا بللي دي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو له پراخو غبرګونونو سره مخ سوي دي.




