د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د هیواد د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» په یوه خپره سوې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان نن د خبریالانو لپاره تر ټولو لوی زندان دی؛ د یو هیواد په اندازه پراخ، بېچته زندان چې د دېوالونو لوړوالی یې د وتلو هره لاره تړلې ده.
دې بنسټ د «بې سرحده راپور ورکوونکو» سازمان د ۲۰۲۵ کال د راپور په غبرګون کې نیوکه کړې او ویلي چې دغه راپور په داسې حال کې خپور سوی چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو وضعیت تر ټولو خراب حالت ته رسېدلی، خو یاد سازمان په بشپړ سکوت ترې تېر سوی دی.
د «نی په تبعید کې» په وینا، د RSF په راپور کې پر منځني ختیځ، چین او روسیې ځانګړې تمرکز سوی، خو د افغانستان په اړه یوازې د خبریالانو د مرستې غوښتنو شمېر یاد سوی او د رسنیو د وضعیت په ژوره شننه او د طالبانو لهخوا د بیان د آزادۍ په سختو ځپلو هېڅ بحث نه دی سوی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د رسنیو سیستماتیک محدودول، نیونې، ګواښونه، سخت سانسور او د خبریالانو پراخ مهاجرت افغانستان د اطلاعرسونې لپاره یو خفهکوونکی چاپېریال ګرځولی؛ او اوس ډېر خبریالان یا په زندان کې دي، یا په تبعید کې، او یا هم د تلپاتې وېرې لاندې ژوند کوي چې هره شېبه ونیول سي.



