«نی» بنسټ: د افغانستان راډیوګانې د طالبانو تر ټولو سترې غږیزې وسیلې ګرځېدلې دي

د «نی» بنسټ په جلاوطني کې اعلان کړی چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان کورنۍ راډیويي شبکې د تبلیغاتو او ناسمو معلوماتو د خپرولو په وسیلو بدلې سوې دي.
«نی» بنسټ: د افغانستان راډیوګانې د طالبانو تر ټولو سترې غږیزې وسیلې ګرځېدلې دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټ «نی» په جلاوطني کې اعلان کړی چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان کورنۍ راډیويي شبکې د تبلیغاتو او ناسمو معلوماتو د خپرولو په وسیلو بدلې سوې دي.

دې بنسټ د فبرورۍ دیارلسمې، د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هغه منځپانګه چې اوس د افغانستان له کورنیو راډیوګانو خپرېږي، نه د نننۍ نړۍ له واقعیتونو سره برابره ده او نه هم د دین هغه پراخ او د ګډ ژوند پر بنسټ درک څرګندوي چې طالبان یې ادعا کوي.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، د هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو راډیوګانو د خپرونې او پیاوړتیا وسایل، چې د افغانستان لپاره یې پروګرامونه برابرول، د هېواد دننه غیر فعال سوي دي.

«نی» زیاته کړې چې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د دوحې له هوکړه‌لیک وروسته، په افغانستان کې رسنۍ او د بیان آزادي له تاریخي پلوه له سختو بندیزونو سره مخ سوې ده. له دې بندیزونو څخه د راډیو له لارې د موسیقۍ د خپرولو منع، په ډېرو ولایتونو کې د ښځو پر حضور محدودیت یا منع، او د ګڼو راډیوګانو بدلېدل د طالبانو د لیدلورو د خپرولو په وسیلو کې شامل دي.

د دې بنسټ په باور، په افغانستان کې د راډیو د ودې او پرمختګ پړاو د جمهوریت د دوو لسیزو دورې پورې تړاو لري؛ هغه موده چې د ۱۳۸۰ او ۱۳۹۰ لمریزو کلونو ترمنځ، راډیو د شمیرنې او کيفيتی پلوه تر ټولو ډېر پرمختګ تجربه کړ. د اعلامیې له مخې، په هغه پړاو کې راډیو وتوانېده چې د هېواد تر لیرې پرتو سیمو پورې ورسېږي او د هېواد د دوو رسمي ژبو، دري او پښتو، ترڅنګ په ګڼو سیمه‌ییزو ژبو او لهجو کې هم خپرونې تولید او خپرې کړي. په دغو خپرونو کې خبرتیا، خبرونه، موسیقي او تفریحي پروګرامونه شامل وو.

نی په جلاوطني کې دغه پرمختګ یو تاریخي پړاو بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له یوې ملي راډیو څخه، شمېر یې تر ۳۵۰ زیاتو ملي او سیمه‌ییزو راډیوګانو ته ورسېد، او ورسره د خپرونو ډولونه او پراخوالی هم په څرګند ډول زیات سو.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د فبرورۍ دیارلسمه د یونسکو له خوا د راډیو نړیواله ورځ نومول سوې او له هغه راهیسې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

په افغانستان کې هم، سره له دې چې د لومړۍ راډیو له جوړېدو څه باندې دولس لسیزې تېرې سوې، راډیو لا هم د خلکو ترمنځ مهم ځای لري او په ټول هېواد کې تر ټولو پراخ رسنیز پوښښ برابروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x