نیمروز ته د لوړ پوړو پوځي چارواکو سفر د سرحدي پوستو د بیا احیا په موخه

pashto.memaarpress.com

معمار وحدت د خبر له مخې : د راپورونو له مخې، له څه مودې راهیسې د پولې د صفري نقطې د پلټنې، له ایران سره پر پوله د افغان پوله ساتو د کمپونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د لوړ پوړو پوځي امنیتي چارواکو یو پلاوی له ایران سره پر پوله پروت ولایت نیمروز ته تللی چې د پوستو د بیا فعالولو بهیر وڅاري.

د دغه پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت د ستراتیژۍ او استخباراتو رئیس ملا محمد شیرین اخند او د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مشر جنرال شیر محمد شریف کوي.

دوی د نیمروز له سیمه ییزو چارواکو سره سرحدي نقطو ته ولاړل او له ایران سره یې د نیمروز د سرحدي پوستو د بیارغونې د بهیر د ګړندي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

بیشتر بخوانید:  عبدالکبیر: د خبرو دروازې خلاصې دي، خو پر طالبانو د فشار اچول کومه پایله نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x