نږدې ۱۳ میلیونه افغان ماشومان د جدي ناروغیو له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټیم په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۱۲.۹ میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې د جدي او مخنیوی وړ ناروغیو د اخته کېدو په خطر کې دي؛ هغه وضعیت چې د روان بشري بحران او د روغتیايي سیستم د کمزورۍ مستقیمه پایله ده.
نږدې ۱۳ میلیونه افغان ماشومان د جدي ناروغیو له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټیم په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۱۲.۹ میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې د جدي او مخنیوی وړ ناروغیو لکه سرخکان، اسهال او نورو باندې د اخته کېدو په خطر کې دي. په خپره سوې اعلامیه کې ټینګار سوی چې د ماشومانو روغتیايي وضعیت په افغانستان کې ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه د بشري بحران دوام، د روغتیايي خدماتو کمزورتیا او د درملنې اسانتیاوو ته محدود لاسرسی د ماشومانو ژوند ته جدي خطر جوړوي.

د اعلامیې له مخې، ملګري ملتونه او د هغوی همکارې ادارې هڅه کوي چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، واکسین، تغذیې او حفظ‌الصحې د پاملرنې له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیان‌من ماشومان ملاتړ کړي. د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ټیم زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې مرسته د دې لپاره حیاتي ده چې اړینه بودیجه او سرچینې برابرې سي، او که دا ملاتړ ونسي، د ناروغیو د پراخېدو او د ماشومانو د مړینې د کچې د لوړېدو خطر به ډېر سي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د پخواني حکومت له سقوط وروسته له سختو ستونزو سره مخ دی: د امکاناتو کمښت، د درملو نشتوالی، او د متخصصو کارکوونکو کمبود. له همدې امله میلیونونه ماشومان لا هم مناسب روغتیايي خدمات نسي ترلاسه کولای.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x