د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۸۳ میلیونه امریکایي ډالره مالي زیان رامنځته سوی دی دا اندازه د افغانستان د ۲۰۲۳ مالي کال د ناخالص کورني تولید (GDP) له یوې سلنې زیاته ده.
نړیوال بانک څرګنده کړې چې د «لیرې څخه د چټکې ارزونې» له لارې دا زیانونه محاسبه سوي او دا ارزونه پر فزیکي شتمنیو او عامه زیربناوو په له منځه تلو تمرکز لري. په راپور کې راغلي چې کنړ او ننګرهار ولایتونه تر ټولو ډېر زیانمن سوي، او شاوخوا ۹۷ سلنه ټول زیانونه د همدې دوو ولایتونو اړوند دي.
د کنړ زیان شاوخوا ۱۳۴.۷ میلیونه ډالره او د ننګرهار ۴۲.۶ میلیونه ډالره اټکل سوی دی. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، استوګنیز کورونه تر ټولو ډېر زیانمن سوي او د ټولو زیانونو ۳۵ سلنه برخه جوړوي. له دې وروسته، غیر استوګنیزې ودانۍ او کرنیزې ودانۍ راځي. راپور زیاتوي چې د زلزلهځپلو سیمو د زیاتو کورونو ویجاړیدل د ډبرو، او خټو کورونو او درنو چتونو له امله وه. همدارنګه، د ښوونې او روغتیا سکتورونه هم سخت زیانمن سوي او د ځینو سیمو اساسي خدمات ګډوډ سوي دي.
فاریس حداد-زرووس، د نړیوال بانک رئیس په افغانستان کې، ویلي: «نړیوال بانک د ختیځو ولایتونو د ویجاړونکې زلزلې وروسته له افغان ولس سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي. زموږ لومړیتوب نږدې همکاري له نړیوالو شریکانو سره ده، څو د بیړني غبرګون، بیا رغونې او اوږدمهاله مقاومت ملاتړ وکړو.»
نړیوال بانک زیاته کړې چې څو ورځې وروسته له زلزلې، دې بنسټ ۱۵ میلیونه ډالره د بیړني ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي، څو د زیانمنو سیمو د مرستې او رغونې چارې چټکې سي. دغه مرګونې زلزله د اګست میاشتې په وروستیو کې په کنړ او ننګرهار کې وسوه چې شاوخوا ۲ زره کسان یې وژلي او د ۱۹۹۸ کال وروسته تر ټولو مرګونې زلزله بلل سوې ده. د نړیوال بانک د اټکل له مخې، دې پېښې له ۵۰۰ زرو تر ۱.۳ میلیونه کسانو پورې مستقیم اغېزمن کړي دي.






