د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد د پرلپسې دوهم کال لپاره د مثبتې ودې شاهد دی او تمه ده چې د دې هېواد ناخالص کورنی تولید په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۴.۳ سلنې ته ورسېږي.
دې نړیوال بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي ودې بهیر تجربه کړی دی. نړیوال بانک د انفلاسیون د کچې راټیټېدل او د کورنیو عوایدو زیاتوالی د دې مثبتې ودې اساسي عوامل بللي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان ناخالص کورنی تولید (GDP) په تېر میلادي کال کې ۲.۵ سلنه وده کړې او تمه کېږي چې دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۴.۳ سلنې ته لوړه سي.
پر دې ودې اغېزمن عوامل د انفلاسیون کمېدل، د حکومت له لوري د مالیاتو او عوایدو اغېزمن راټولول، د نفوس چټک زیاتوالی او د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل بلل سوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا د ودې بهیر په ځانګړي ډول د خدماتو په برخو او خصوصي سکتور کې د لیدو وړ دی او کولای سي په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د کاري فرصتونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.




