نړيوال چارواکي د افغانستان د ښځو او انجونو د ملاتړ پر دوام ټينګار کوي

د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق چارواکو په لندن کې د برېتانیا د پارلمان له غړیو او د ښځو او زېږون د حقونو له شبکې سره لېدنه کړې او د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ په ځانګړي ډول د روغتيايي خدمتونو او رواني – ټولنیزو مداخلو په برخه کې ټينګار کړی دی.
نړيوال چارواکي د افغانستان د ښځو او انجونو د ملاتړ پر دوام ټينګار کوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، UNFPA د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق رسنيز دفتر په افغانستان کې اعلان کړی چې نن د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۶مه نېټه، د دې بنسټ مسوولانو په لندن کې د برېتانیا د پارلمان له غړیو او د ښځو او زېږون د حقونو له شبکې سره لېدنه کړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ ارزښت او اړتیا مهمه وبلله او د مور د روغتیا، رواني – ټولنیزو خدمتونو او پرمختیایي پروګرامونو په پیاوړتیا کې د خپلو ژمنو د بیا تازه کولو ټینګار وکړ.

دغه خبرې اترې په داسې مهال ترسره کېږي چې طالبانو د افغانستان ښځې او انجونې له زده‌کړې او کار کولو څخه محرومې کړې دي او ګڼ شمېر نړيوالو بنسټونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د UNFPA استازو او برېتانوي ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او انجونو ملاتړ یو بنسټیز انساني او بشري حق دی او مرستې او همکارۍ باید د حیاتي خدمتونو د رسولو لپاره دوام وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x