نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده

د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د يوې تازه څېړنې موندنې څرګندوي چې د طالبانو د حکومت سياسي او مديريتي چلند د افغانستان د «بدلون او ثبات» هر ډول امکان له منځه وړی او د هېواد د پرمختګ لارې يې تړلې دي.

دا څېړنه د امنيتي چارو د کارپوه بسم‌الله تابان له لوري ترسره سوې او پايلې يې په يوه نړيواله علمي ناسته کې چې د «په جيوپوليټيک عصر کې پرمختګ او نړيواله همکاري» تر سرليک لاندې په پولنډ کې جوړه سوې وه، وړاندې سوې دي.

تابان په خپلو موندنو کې ټينګار کړی چې د قدرت تړلی جوړښت، د ټولنيزو ډلو حذف، د مدني آزاديو ځپل، او نړيواله انزوا د هغو مهمو عواملو څخه دي چې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې د پرمختګ مخه نيسي. دغه علمي ناسته د نړيوالو کارپوهانو او څېړونکو په ګډون، د اوسني کړکېچ‌ناک نړيوال حالت په رڼا کې د سياست، امنيت او پرمختګ تر منځ د اړيکو او ننګونو ارزونه کوله.

د دې څېړنې پايلې يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې اندېښنې د افغانستان د راتلونکي په اړه راپارولي دي هغه هېواد چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته، له جدي بشري، اقتصادي او سياسي بحرانونو سره مخ دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه