د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) مشر نور ولي محسود وروسته له هغو راپورونو چې ويل سوي وو هغه په يوه هوايي برید کې وژل سوی، د يو ويډيوي پيغام له لارې څرګنده کړه چې ژوندی دی او په قبایلي سيمو کې فعاليت کوي.
محسود په خپل ويډيوي پيغام کې ټینګار کړی چې د هغه د ډلې فعاليتونه یوازې د پاکستان په خاوره کې دي او هېڅکله یې د افغانستان له خاورې د بريدونو لپاره استفاده نه ده کړې. هغه زياته کړه چې دده د وژل کېدو په اړه راپورونه، چې ګواکې په کابل کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي برید هدف ګرځېدلی وو، بېاساس دي.
تر دې مخکې ځينو پاکستاني رسنيو ادعا کړې وه چې د پاکستان هوايي ځواک په کابل کې د طالبانو د پاکستاني مشرانو مرکزونه بمبار کړي او نور ولي محسود په دغه برید کې وژل سوی دی.
خو دده له خوا د دغه ويډيو خپرېدو سره دا ادعا رد سوه او ده خپل شتون د پاکستان د سرحدي سيمو په داخل کې تأييد کړ. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د TTP د مشر د شتون ادعا کړې وه او د همدې دليل له مخې یې د کابل په عبدالحق څلور لارې کې هوايي برید ترسره کړ. دغه برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د مرزي نښتو او د ملکي خلکو د درنو تلفاتو لامل سو چې پکې خبریالان، ښځې او ماشومان هم شامل وو.