د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د اوسپنې ویلي کولو د فابریکو مالکانو وويل، چې په شیخ مصري صنعتي پارک کې د نورو فابريکو ترڅنګ د اوسپنې ویلې کولو يو شمېر فابريکې هم فعاليت کوي، چې يوازې ۱۰ ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې ورته بسنه نه کوي.
هغوی وويل، چې په دغو فابريکو کې شاوخوا ۵ زره کسان کار کوي که د برېښنا پرچاوي کمه نه شي؛ نو کارونه به يې ټکني او کار کوونکي به يې دندې له لاسه ورکړي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم آخند يادو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه به له مرکزي مسوولينو سره شريکه کړي، ترڅو د حل لپاره يې لازم اجراآت ترسره شي.