نصیر احمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي، خبرداری ورکړی چې افغانستان نږدې پنځه کاله وروسته له دې چې طالبان پر هېواد واکمن سوي، لاهم په یو ژور او هر اړخیز بحران کې ژوند کوي؛ داسې بحران چې سیستماتیک ځپل، اقتصادي سقوط، سخت مدني محدودیتونه، د بېځایه کېدو زیاتوالی او د سیمې د کړکېچونو تشدید پکې شامل دي.
هغه د پراخو بشري حقونو د نقض په ټینګار سره ویلي چې ښځې او انجونې تر ټولو ډېر د طالبانو له تبعیضي سیاستونو لاندې ځوریږي؛ له متوسطه او لوړو زده کړو د محرومیت څخه نیولې، تر کار بندیز، او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي محدودیت پورې.
فایق همدارنګه ویلي چې له ۲۳ میلیونو څخه ډېر کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د مهاجرینو جبري ستنول د انسانیتي وضعیت جدي خرابوالی زیات کړی دی؛ په ځانګړي ډول د ښځو، اقلیتونو او هغو کورنیو لپاره چې ناامنو یا د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سره مخ سیمو ته بېرته استول کېږي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بحران د حل لپاره یو «همغږی سوی تګلاره» جوړه کړي، د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی وټاکي او یو ټولګډونه سیاسي بهیر پیل کړي.
فایق خبرداری ورکړی چې د افغانستان راتلونکی د یو «مشروع، ځوابویونکي او د ټولنې د ټولو قشرونو استازولي کوونکي» حکومت له رامنځته کولو پرته نه سي ژغورل کېدای.




