په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د دغې ډلې د مشروعیت د مخنیوي غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې اندېشه څرګنده کړه چې افغانستان په نړۍ کې د بشر د حقوقو له کړکېچ سره مخامخ دى چې د طالبانو د ناسمو سياستونو له امله رامنځته شوى دى. د هغه په وينا، طالبان د ملګرو ملتونو په منشور او نړيوالو ميثاقونو کې د افغانستان د ژمنو پابند نه دي او په تېر يوه کال کې يې ٥٢ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو حقونه نور هم محدودوي. اندېشه وويل، طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې ثابته کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د افغانستان د ژمنو عملي کولو ته نه لېوال دي او نه هم توان لري.
- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9141
- کې خپور شو 5:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9141
- June 19, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9141
- کې خپور شو 5:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9141
- June 19, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:10 - June 19, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



