نصیر احمد اندیشه: د طالبانو ظالمانه احکام به په افغانستان کې دوام ونه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی وایي چې په افغانستان کې د طالبانو احکام او قوانین ظالمانه دي، او دا تګلارې نه داخلي مشروعیت لري او نه هم د هېواد د خلکو د تاریخي ارزښتونو او فرهنګ استازیتوب کوي.
نصیر احمد اندیشه: د طالبانو ظالمانه احکام به په افغانستان کې دوام ونه کړي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو احکام او قوانین ظالمانه دي، او دا تګلارې نه داخلي مشروعیت لري او نه هم د افغانستان د خلکو د تاریخي ارزښتونو او فرهنګ استازیتوب کوي.

نصیر احمد اندیشه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي، د پنجشنبې په ورځ (۱۶ دلو) ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو ظالمانه احکام به دوام ونه کړي.

هغه په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي دي:
«د قانون روح باید د یوه ملت د شخصیت انعکاس وي.»

اندیشه زیاته کړې ده چې د طالبانو ظالمانه احکام نه د لرغوني خراسان تاریخي معیارونه څرګندوي او نه هم د افغانستان د خلکو له اخلاقي روان‌شناسي سره سمون لري.

د هغه په وینا، د طالبانو احکام او قوانین د یوې تنګ‌نظرې ډلې فکري تګلاري دي ، چې نه کورنی مشروعیت لري او نه هم نړیوال اعتبار.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ شمېر افراطي احکام او قوانین صادر او تدوین کړي دي، چې پر بنسټ یې پر افغان وګړو پراخ مذهبي، ټولنیز او بشري حقونه محدود سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x