نصیراحمد اندیشه: طالبان له ۲۱مې پېړۍ سره پردي دي

نصیراحمد اندیشه، په سوئیس کې د افغانستان سفیر، ویلي چې د طالبانو ډېری مشران په «موازي نړۍ» کې ژوند کوي او د هغوی لیدلوري او چلندونه له ننني وخت او ټولنې سره ډېر واټن لري.
نصیراحمد اندیشه: طالبان له ۲۱مې پېړۍ سره پردي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛نصیراحمد اندیشه، په سوئیس کې د افغانستان سفیر، ویلي چې د طالبانو ډېری مشران په «موازي نړۍ» کې ژوند کوي او د هغوی لیدلوري او چلندونه له ننني وخت او ټولنې سره ډېر واټن لري.

اندیشه د دوشنبې په ورځ، ۲۷ دلو، په خپله د اېکس پاڼه کې ولیکل چې د طالبانو یو شمېر مشران د دې پر ځای چې د ۲۱مې پېړۍ له شرایطو سره سم د افغانستان له وګړو او نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري، ګواکې د لومړۍ پېړۍ په فضا کې ژوند کوي.

نوموړی زیاته کړي : «د طالبانو اکثریت مشران په موازي نړۍ کې ژوند کوي او فکر کوي چې له افغانستان د خلکو او نړۍ سره د ۲۱مې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې نه، بلکې د لومړۍ پېړۍ او د ‘جِنیاتو ’ له ټولنې سره خبرې او وعظ کوي.»

اندیشه مخکې هم ټینګار کړی و چې طالبان په داسې «موازي نړۍ» کې ژوند کوي چې هلته نه د افغانستان د خلکو غږ اورېدل کېږي او نه هم د نړیوال نظام اصولو ته پاملرنه کېږي.

هغه همداراز د طالبانو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې دغه ډله د افغانستان پر خلکو د واکمنۍ لپاره هېڅ ډول ملي، قانوني، نړیوال، دودیز او دیني مشروعیت نه لري او د واک ادعا یې باوري بنسټ نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x