د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ نصیراحمد اندیشه، د افغانستان استازی په ژنیو کې، په یوه تازه څرګندونه کې د طالبانو د مشرۍ د داخلي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې ملا هبتالله اخندزاده، د دې ډلې مشر، ورځ تر بلي په انزوا کې لویږي.
ښاغلي اندیشه په پیغام کې لیکلي دي چې هبتالله اخندزاده، چې مخکې هم په کندهار کې یوه پټه څېره ګڼل کېده، اوس حتی د خپلو نږدې کسانو په حلقه کې باور له لاسه ورکړی او یو پټ ژوند پر لور یی مخه کړی.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو د لوړپوړو غړو ترمنځ پرلهپسې بدلونونه او تصفیې، چې هره اوونۍ روانې دي، د دې ډلې د مشرتابه په جوړښت کې د باور د کمښت او ژورو داخلي اختلافونو ښکاره نښه ده.
د افغانستان د استازي دغه څرګندونې په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو اونیو کې راپورونه خپاره سوي دي چې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات سوی، مخکینیو مشرانو ته دنده نه ورکول کېږي، او د دې ډلې په ځواک کې نارضایتي موجوده ده. ځینې شنونکو هم خبرداری ورکړی چې د طالبانو په قطارونو کې د داخلي بحران د لا زیاتېدو احتمال شتون لري.



