د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان په نړیوال پوهنتون کې د تدریس لپاره د پاکستاني استادانو د استولو غوښتنه وکړه. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه حل کړي او پاکستاني استادان په ځانګړي ډول افغان نړیوال پوهنتون کې د تدریس لپاره واستوي.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5348
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 5348
- July 16, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5348
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 5348
- July 16, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:46 - July 16, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



