د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) عمومي منشي مارک روټ په کانګرس کې د امریکا د سناتورانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې چین، هند او برازیل ته خبرداری ورکړ چې که له روسیې سره سوداګري ته دوام ورکړي نو له درنو ثانوي بندیزونو سره به مخ شي.
هغه د دریو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه ونیسي او له هغه څخه وغواړي چې د اوکراین سره د سولې خبرې جدي ونیسي.
دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې روټ په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.