د معمار پرس د خبر له مخې؛ د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي د کابل په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د طبي ښارګوټي د جوړولو اعلان وکړ. دا ښارګوټی، چې ټاکل شوي ده د “فرشته طبي ښارګوټي” په نوم وپیژندل شي، د طبي او تعلیمي مرکزونو لړۍ لري. د میرویس عزیزي په وینا، پدې ښارګوټي کې به د سرطان درملنې روغتون، د طبي علومو پوهنتون، د زیږون روغتون، یتیم خانه، لیلیه او د ډاکټرانو لپاره ښارګوټی شامل وي. میرویس عزیزي په کابل کې د عزیزي بنسټ او عزیزي ګروپ د پانګونې د اعلان په مراسمو کې دا پروژه په افغانستان کې د روغتیا او طبي خدماتو د ښه والي په لور یو مهم ګام وباله.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=121292
۱ میاشت پیش
شماره خبر 121292
منتشر شده در 11:30 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email