د معمار پرس د خبر له مخې؛ میرویس عزیزي تېره شپه (جمعه، د جدي ۲۲مه) په یوه پیغام کې لیکلي دي د پنځو څخه تر شپږ زره میګاواټه بریښنا تولید او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د هڅولو لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړول په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغه د پانګونې له اساسي موخو څخه دي. هغه زیاته کړه، دغه پانګونه به له سلو زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او میلیونونه نور خلک به په غیر مستقیم ډول له ګټې برخمن شي. عزيزي ليکلي، چې د دغه شرکت تخصصي ټيم به د مشورې او د نظر تبادلې لپاره افغانستان ته سفر وکړي. میرویس عزیزي په بهر کې یو له افغان سوداګرو څخه دی. هغه د عزیزي بانک مالک دی چې په افغانستان کې یو له فعالو بانکونو څخه دی.

- 83
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 7424
- January 13, 2024
- کې خپور شو 12:25 ب.ظ
- د خبر شمیره 7424
- January 13, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:25 - January 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7424
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



